فراه کې د ښځو لومړنۍ ځانګړې راډیو جوړه شوه

فراه کې د ښځو لومړنۍ ځانګړې راډیو جوړه شوه

۱۳۹۹ دلو ۲۷ مه

فراه- «د صدای زن» (ښځې غږ) خصوصي راډیو د فراه په ښار کې فعالیت پیل کړ. دا په دې ولایت کې د ښځو لومړنۍ ځانګړې راډیویي شبکه ده چې جوړیږي.

د صدای زن راډیو د امتیاز څښتنې زبیده نصري د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل چې دې رسنۍ تیره ورځ فعالیت پېل کړې دی.

هغې وویل:« د ښځې غږ، پر ټولنیزو، سیاسي او کتلوري خپرونو په ځانګړې توګه د میرمنو چارو پورې اړوند مسایلو باندې په تمرکز سره په فعالیت پېل کړی دی او په اوس وخت کې د دوی خپرونې د ۴۰ کیلومتره مربع په اندازه، چې د فراه ښار سربیره  د بالابلوک، پشت رود او خاک سفید ولسوالیو کې د لاس رسي وړ دي.»

د نصري په  وینا؛ دا راډیو په اف- ام څپو فعالیت کوي او کارونه یې د سهار له ۶ بجو پېل او د شپې تر ۱۱ بجو دوام لري.

فراه کې د افغانستان دخبریالانو مرکز استازي حفیظ الله نورزاد وویل چې د ښځو غږ راډیو په زیاتېدو د «نوای زدن» په نوم بله راډیو هم په فراه کې تاسیس شوې ده او ټاکل شوې ده ډیر ژر په رسمي ډول نشرات پېل کړي.

هغې وویل د امنیتي ستونزو او معلوماتو ته د لارسي محدودیت ترڅنګ، په فراه کې رسنۍ د ښاري برېښنا نشتون او د جنراتوري برېښنا بیې له لوړ والي سره مخ دي.

نورزاد هیله څرګنده کړه چې افغان حکومت به امنیتي ستونزې او معلوماتوته د لاسرسي محدودیت مسایل جدي ونیسي او په اقتصادي برخه کې به حکومت او نا دولتي بنسټونه د سوداګریزو اعلانونو د ورکولو له امله د سیمه ییزو رسنیو فعالیت لپاره یو مناسب چاپیریال چمتو کړي.

د افغانستان دخبریالانو مرکز اجرایي رئیس احمد قریشي وویل:« په داسې حال کې چې په هېواد کې د رسنيو په برخه کې ډېرې ستونزې او ننګونې، په ځانګړي ډول امنيتي او اقتصادي شته دي او د رسنيز کار لپاره يې حلقه تنګه کړې ده، په فراه کې د ښځې غږ راډيو جوړول، په دې ولايت کې د بيان ازادۍ حق او د معلوماتو ازادانه ګرځېدو په برخه کې مهم او حياتي ګام دی او موږ ترې هرکلی کوو.»

نوموړي زياته کړه: «تمه کيږي چې د ښځې غږ راډيو په فراه کې د ښځو د لومړنۍ ځانګړې راډيو په توګه، د بې طرفۍ، توازن او دقت په څېر کاري اصولو په پام کې نيولو سره، د دې ولايت د خلکو په ځانګړي ډول ښځو ستونزې او ننګونو په منعکس کولو کې چې د دوی لومړيتوب دی، په ښه ډول عمل کوي.»

د افغانستان دخبريالانو مرکز د اجرايه رييس په وينا، حکومت او په ځانګړي ډول د فراه ولايت سيمه ييزه اداره، د اړونده قوانينو، په ځانګړي ډول د ټوليزو رسنيو قانون سره سم مکلفه ده چې د رسنيو او خبريالانو څخه ملاتړ وکړي، تر څو هغوی وکولای شي چې د يوې پرانېستې ټولنې په پياوړي کولو او مرسته کې چې د ټولو غږ په کې اورېدل کيږي، خپل رول په ښه ډول سرته ورسوي.

په اوس وخت کې، په فراه کې د ملي (دولتي) راډيو تلوېزويون تر څنګ، شپږ خصوصي راډيوګانې او يو خصوصي تلوېزيون فعاليت کوي.