د عروج راډیو د مسوول مدیر وهل ډبول غندو.

د عروج راډیو د مسوول مدیر وهل ډبول غندو.

۱۱ مرغومی ۱۳۹۵

فراه: د افغانستان خبریالانو مرکز فراه ښار کې د پولیسو یو چارواکي له لورې د عروج په نوم د غیري دولتي راډیو مسوول مدیر وهل ډبول غندي او له ولایتي ادارې غوښتنه کوي، چې په کلکه د پېښې څېړنه وکړي.

محمد ابراهیم پرهار وايي تیره ورځ دویمه حوزه کې د یو پولیس لخوا په دویمه امنیتي حوزه کې سخت وهلی ډبول شوی دی.

له دې سره سم د سرپل ولایت سرپرست او مرستیال محمدیونس رسولي د ولایتي کمیټو همغږۍ ګډې ناسته کې وویل چې رسنۍ په ټولنه کې د خلکو، سترګې، غوږونه او ژبه ده نو له نن ورځې وروسته یې باید امنیت ته جدي پاملرنه وشي.

هغې د پولیس لخوا ترسره شوي کار د غندنې ترڅنګ، اړوند ادارو ته امر وکړ ترڅو پېښه وڅیړي او ترسره کوونکی یې د قانون منګولو ته وسپاري او پایله دې وروسته خپره کړي.

د فراه امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو مدیر عبدالرقیب ساپي پدې ناسته کې وویل چې په نږدې راتلونکي وخت کې به دغه قضیه څارنوالۍ ته ولیږي ترڅو په اړه یې پریکړه وکړي.

د افغانستان خبریالانو مرکز د فراه ولایتي ادارې څخه غواړي چې پېښه په کلکه وڅیړي او د پرهار وهونکي ټکونکي سره قانوني چلند وکړي او اجازه دې نه ورکوي چې د خبریالانو او رسنیو فعالینو سره تاوتریخوالی په یو کلتور بدل شي.