د هرات خبریالانو دې ولایت ته د ولسمشر د سفر د خبرونو له پوښښ څخه ډډه کوي

۱۳۹۹ سلواغه ۲ مه

هرات- په هرات کې خبریالانو دغه ولایت ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر خبري پوښښ، له خبریالانو سره د خبرو نه کولو له مله بایکاټ کړی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني نن ورځ د دولتي چارواکو په ملتیا هرات ولایت ته سفر کړی دی.

لاریون کوونکي خبریالان وایي، د ولسمشر په پلان کې له خبریالانو سره کتل ځای پرځای شوي دي؛ تر څو هغوی د خپلو اړوند پوښتنو د مطرح کولو ترڅنګ، د خپلو زیاتېدونکو ستونزو له ډلې د خپل خوندیتوب او معلوماتو ته د لاسرسي محدودیت له هغه سره شریک کړي؛ مګر ولسمشر محمد اشرف غني له خبریالانو سره د یوې لنډې کتنې څخه هم ډډه کړې ده.

په هرات ولایت کې د افغانستان دخبریالانو مرکز استازی عبدالقیوم پدرام قاضي زاده وایي چې؛ څو ورځې مخکې د سیمه ییزې ادارې له لورې خبریالانو سره د ولسمشر د سفر پروګرام شریک شوی و، په داسې حال کې چې د بېلا بېلو قشرونو سره د ولسمشر د لیدنې پروګام په پام کې نیول شوی و؛ مګر له خبریالانو سره د خبرو او کتونو لپاره هیڅ وخت په پام کې نه و نیول شوی.

هغه وویل:« موږ اعتراض وکړ، په غبرګون کې یې د سیمه ییزې ادارې ویاند وویل چې یو شمېر خبریالان ته اجازه ورکول کیږي؛ ترڅو په هوایي ډګر کې د هیئت راتګ او د خواجه عبدالله انصاري په نوم د هوایي ډګر نومولو پروګرام خبري پوښښ کې شتون ولري؛ خو له بده مرغه په سپارش کم شمېر خبریالانو ته د انځور اخیستلو اجازه ورکړل شوه او پرته له دې چې دوی د ولسمشر څخه خپلې پوښتنې وکړي، غوښتنه یې ترې کړې ده چې له سیمې څخه ووځي.»

پدرام زیاته کړه:« ولسمشر نن د خلکو د بېلا بېلو قشرونوسره لیدنې درلودې؛ مګر د دې غونډو خبري پوښښ لپاره خبریالانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې او وټاکل شوه چې د ولسمشر د ویاند مرستیال به خبري کنفرانس ورکړي؛ موږ بیاځل اعتراض وکړ کله چې خبریالان محدودوئ او زموږ غږ او ستونزې نه اورئ، موږ ته د هیئت تشریفاتي کارونه هم ارزښت نه لري او دې خبري کنفرانس ته مو پوښښ ورکول لغوه کړل.»

د افغانستان د ټولیزو رسنیو قانون د دویمې او څلورمې مادې له مخې، دولت د خبریالانو او رسنیو څخه د ملاتړ او هغوی لپار د کار مناسب چاپیریال او د دې بهیر په غښتلي کولو باندې مکلف دی او هیڅ دولتي چارواکی نه شي کولی د خبریالانو/ رسنیو فعالیت محدود کړي. معلوماتو ته د لاسرسي حق، معلوماتو ته د لاسرسي په قانون کې هم په واضیح شکل توضیح شوی دی.

په تېرو څو کلونو کې، ورته پېښې لکه نن چې په هرات کې پېښه شوه، بېلا بېلو ولایتونو ته د ولسمشر د سفر پرمهال تکرار شوې ده.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د دې وضعیت له دوام د اندېښې په ښکاره کولو سره، له ولسمشر غواړي چې د هیواد لومړي شخص په توګه د قانون په عملي کولو کې مخکښ شي او اجازه دې نه ورکوي چې د خپلواکو رسنیو څنډې ته کول، معلوماتو ته د لاسرسي محدودیت او له ځواب ویلو څخه د لوړ پوړو چارو ځان ساتل په یو کلتور بدل شي.

د افغانستان دخبریالانو مرکز په دې باور دی چې په یو ولسواکه نظام کې د خبریالانو ازاد فعالیت او د دولتي چارواکو چې په هر موقف کې وي ځواب وینه یوه شدیته اړتیا ده او په دې وضعیت باندې د سترګو پټول او هغه هم د هغه چا له لورې چې ځان د خلکو د حقونو مدافعین ګڼي، د قانون حاکمیت او پر قانون ولاړ نظام ته کلک کوزار ورکوي.