د هرات ولایت د رسنیو پنځمه ناسته د ښځینه ژورنالیستانو د ستونزو پېژندلو په اړه ترسره شو

۱۳۹۹ لړم ۲۹

هرات- د هرات ولایت د رسنیو پنځمه ناسته« په افغانستان کې د ښځینه ژورنالیستانو د ستونزو پېژندنې» تر عنوان لاندې د یوشمیر سیمه ییزو چارواکو، د پوهنتون استادانو، د رسنیو مدیرانو، خبریالانو او د مدني فعالانو په برخه اخیستو په هرات ښار کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې چې د « افغانستان رسنیو دڅېړنې او مطالعاتو انسټیټوټ» او د هرات پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي په همکارۍ جوړه شوې وه « د پاتې کېدو او تګ په اړه د کشمکش، د ښځینه ژورنالیستانو د ستونزو په نښه کول او له دې امله د دندو پرېښودل او د ژورنالېزم په مسلک باندې یې اغیزو» د څېړنو پایلو باندې بحث وشو.

دا څېړنه د افغانستان رسنیو د څېړنو او مطالعاتو انسټیټوټ او د هرات پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي د درې استادانو فیصل کریمي، وهاب صدیقي او هارون حکیمي په همکارۍ ترسره شوې ده.

د یادې شوې څېړن ډلې او د دغه انسټیټوټ رئیس فیصل کریمي ویلي؛ چې په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ستونزو پېژندنه او اغیزه یې د دې مسلک په پرېښدو باندې د دې څېړنې موخه وه.

د هغه په وینا؛ دا څېړنه  د کابل، هرات، بلخ، کندهار او ننګرهار ولایتو ۱۵ ښځینه خبریالانو سره د مرکو او د ۳۵۰ ښځینه خبریالانو څخه د پوښتنلیکونو له لارې د معلوماتو راټولولو په اساس په یادو شوو ولایتونو ترسره شوې ده.

کریمي وویل: «په راتلونکي وخت د دې څېړنې کیفي پایله د دې ښودنه کوي چې امنیتي ګواښونه، د معاش کمښت، په رسنیو کې د جنډر نابرابري، سنتي او مذهبي افراطي ټولنه، وظیفوي خوندیتوب او د کار راتلونکي په اړه اندېښنه په هیواد کې د ښځینه خبریالانو لویې ستونزې دي.»

د رسنیو د څېړنې او مطالعاتو د انسټیټوټ رئیس زیاته کړه:« په رسنیز چاپیریال کې جنسي زورونه، کاري چاپیریال کې تبعیض، کاري ستړیا، د سازماني ملاتړ نه شتون، د ښځینه خبریالانو په وړتیا د مدیرانو او نارینه خبریالانو بې باوري، د دې څېړنې د نورو کیفي موندنو څخه دي.»

د دې څېړنیز ټیم بل غړي وهاب صدیقي ویلي چې د رواني ستړیا متغیرونه، بدبیني، کار سره د کورنیو مخالفت، د رسنيز سازمان د ملاتړ درک او د ښځينه خبريالانو د کار پرېښودو د قصد په متغيرونو، له کار سره د ټولنې مخالفت معنی لرونکې اړيکه لري.

په دې ناسته کې د کليد ګروپ رسنيو څيړنيزې خبريالې سميه ولي زاده وويل چې امنيتي ننګونې په هېواد کې د خبريالۍ د کار لپاره د ښځينه خبريالانو په وړاندې له لويو ګواښونو څخه دي.

په هرات کې خبريالې شيما وفا وويل چې د معاش کموالی په دې ولايت کې د ښځينه خبريالانو له جدي اندېښنو څخه دي.

د معراج راډيو مسؤل مديره سهیلا عرفاني وويل چې د هېواد امنيتي ستونزې، د کورنيو محدوديتونه او په رسنيو کې د جنډر نامساوات په هېواد کې د ښځينه خبريالانو له عمده ستونزو څخه دي.

هغې زياته کړه: « په افغانستان کې د ښځينه خبريالانو په وړاندې شته ننګونې د دې سبب شوي چې ډيری خبريالانې په نفس باور له لاسه ورکړي او خپله دنده پرېږدي».

له بل لوري، د هرات پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي رئيس سید نجیب الرحمن حدید په هېواد کې د ښځينه خبريالانو په اړه د علمي څېړنو د ترسره کولو اهمیت ته په کتو وویل اړتيا ده چې ورته څېړنې د نارینه خبريالانو په اړه هم ترسره شي او د هغه د کاري وضعيت او زیان اړونکي شرایط وپېژندل شي.

د افغانستان رسنيو د څېړنو او مطالعاتو انسټيټوټ د هرات رسنیو کنفرانس هر کال په دې ولایت کې د خبریالانو او رسنیو د حالت معلومولو په موخه په دې ولایت کې ترسره کوي.