هرات ولایت کې د اریانا تلویزیون خبریال سره د پولیس لخوا شوی تاوتریخوالی غندو.

هرات ولایت کې د اریانا تلویزیون خبریال سره د پولیس لخوا شوی تاوتریخوالی غندو.

۲۵ کب ۱۳۹۷

هرات ــ د افغانستان خبریالانو مرکزهرات ولایت کې د عامه نظم پولیسو لخوا د اریانا تلویزیون ویاند او انځوراخیستونکي وهل ډبول په سختو ټکو غندي او له ولایتې ادارې غوښتنه کوي چې دا قضیه په جدي ډول وڅیړي.

فرهاد توحیدي د افغانستان خبریالانو مرکز ته ویلي چې دا پېښه نن له غرمې وروسته وشوه.

هغه وویل: « د عامه نظم پولیسو کاروان ښار کې د سینما څلور لاري څخه تېرېده چې یو پولیس باسیکل سپور سړی ونیوه او وروسته نورو پولیسو هغه تن سره بده رویه پیل کړه؛ ما له دغه پېښې انځور اخیستل پیل کړه چې ناڅاپه سرتیرو په ماباندې حمله وکړه»

توحید زیاته کړه: « سره له دې چې د خبریالۍ کارت مې هم وښوده؛ پاملرنه یې ونه کړه او زه یې ووهلم»

د اریانا تلویزیون خبریال د افغانستان ژونالیستانو مرکز استازي ته ویلي چې له تاوتریخوالې ډکې دې پېښې انځورونه لري.

تر اوسه د عامه نظم پولیسو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان خبریالانو مرکز له سیمه ییزې ادارې د قضیې د جدي پلټنې غوښتنه کوي او په ورته وخت کې امنیتي مسوولین مسوول ګڼي چې له ښاریانو او په ځانګړې توګه ژونالیستانو سره چې د خلکو غږ دی؛ خپلو سرتیرو ته چلند کول ور زده کړي.