د هېواد پياوړی خبريال فاروق فيضي په حق ورسېدو.

د هېواد پياوړی خبريال فاروق فيضي په حق ورسېدو.

۲۴ لړم ۱۳۹۶

هرات: ځوان او تکړه خبريال غلام فاروق فيضي له سرطان ناروغۍ سره له درې کاله سختې مبارزې وروسته خپل روح، خالق ته وسپارلو.

غلام فاروق په ۱۳۵۸ کال د هرات د ګذره ولسوالۍ په طوق کلي کې په يوه فرهنګي او متدينه کورنۍ کې سترګې نړۍ ته پرانېستې.

هغه چې پلار يې په کوچنيوالي کې له لاسه ورکړی و، د اوږدو ستونزو او تکليفونو په زغملو يې د ليسې دوره پای ته ورسوله او په ۱۳۸۴ د هرات پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ شو او وروسته يې د ځوان غږ او فرياد سيمه یيزو راډيو ګانو سره د فعال او با استعداده خبريال په حيث خپل ځای ثابت کړو.

دا ځوان خبريال د روان کال د چنګاښ په مياشت کې د سرطان د ناروغۍ له کبله په پاکستان او هند کې له درې دورې درملنې وروسته؛ د ښې درملنې په خاطر د افغانستان د حکومت په مرسته ترکيې ته واستول شو او د انقرې په يوه روغتون کې بستر شو.

مګر له بده مرغه د دې ناروغۍ سره د سختې مبارزې سره سره؛ بېرته هرات ته راستون شو او په پای کې د لړم د مياشتې په ۲۳ مه شپه د اوږد درد او تکليف له زغملو وروسته په ۳۸ کلنۍ کې په حق ورسېد.

له غلام فاروق څخه چې خپله يې هم پلار په کوچنيوالي کې له لاسه ورکړی و او د کورنۍ يواځينی زوی و؛ دوه ماشومان څلور کلن او دوه کلن پاتې شوي دي چې له خپلې مور سره ژوند کوي.