۷ تله ۱۳۹۵
هرات: هرات کې یوشمېر خبریالان وایي ځایي چارواکي دوی ته د اړتیا وړ مالوماتو له ورکولو ډ ډه کوي او معلوماتو ته د لاس رسي قانون څخه ښکاره سرغړونه کوي.
دا موضوع نن هرات ولایت کې په هغه غونډه کې یاد شوه، چې یوشمېر ځایي چارواکو او خبریالانو معلوماتو ته د لاس رسي نړیوالې ورځې نمانځنې په موخه راټول شوي وو.
په دې ناسته کې یوشمېر خبریالانو د هغه څه له امله چې مسوولین په خپل وخت پوره او اړین معلومات نه ورکوي اندېښنه وښوده او اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون په عملي کولو یې ټېنګار وکړ.
هرات ولایت کې د افغانستان خبریالانو مرکز استازې عبدالقیوم پدرام قاضي زاده وویل: « هرات ولایت کې حکومتي چارواکو د قانون خلاف مالومات کروګان کړي او اماده نه دي، چې هغه خبریالانو سره شریک کړي.»
د هغه په وینا یوشمېر دولتي ادارو اطلاعاتو ته د لاس رسي پروسته ټکنۍ کړې ده.
هرات کې د افغانستان روڼتیا مشر احمد ساحل حافظي په دې ناسته کې وویل: « ډیری حکومتي ادارې یا معلوماتو ته د لاسرسي حق څخه خبرې نه دي یا رسنیو ته د معلوماتو چمتو کولو کې لیوالتیا نه لري.»
خو د هرات والي محمد اصف رحیمي وویل اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون اړین دی او په عملي کولو یې ټینګار وکړ.
هغه وویل، معلوماتو ته د لاس رسي قانون په عملي کولو سره ټولې دولتي ادارې مکلفې دي چې رسنیو او خبریالانو ته د اړتیا وړ مالومات ورکړي.
اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون د ۱۳۹۳ کال لیندۍ میاشتې په ۱۰ نېټه د ملي شورا له خوا تصویب شو او وروسته د ولسمشر لخوا تصویب شوو.
طمعه کېده د دې قانون په توشیح سره به خلکو په ځانګړې توګه خبریالانو ته معلوماتو ته د لاس رسي برخه کې اسانتیا رامنځته شی خو په یوشمېر ولایتونو کې خبریالان وایی اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون په عملي کېدو د ولسمشر ټینګا سره؛ لاهم دوی دې برخه کې له زیاتو ستونزو سره مخ دي.