۱۶ لېندۍ ۱۳۹۵
هرات: د ښځو لپاره لومړنۍ ځانګړې راډيو سحر چې دوه کاله وړاندې د بېلابېلو دلايلو په ځانګړي ډول مالي ستونزو له وجې له فعاليته لوېدلې وه؛ دويم ځلي پرانېستل شوه.
دې راډيو نن ورځ د سيمه یيزو مسوولينو، د هرات پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي استادانو او يو شمېر خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو په شتون کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې دويم ځل لپاره په کار پيل وکړ.
د سحر راډيو مسوولې مديرې معصومه نورزايي وويل چې د ښځينه ؤ د لاسته راوړنو رسول او د ښځو په وړاندې د ناسمو ذهنيتونو بدلول د دې رسنۍ د کاري لومړيتوبونو څخه دي.
هغې زياته کړه: «سحر راډيو په لويديځه حوزه کې د ښځو لومړنۍ راډيو ده او مونږ کولای شو چې د حکومتولۍ په برخه کې د ښځو د رول په قوي کولو کې خپل رسالت په ښه ډول سرته ورسوو.»
د هرات والي محمد آصف رحيمي د دې رسنۍ د دويم ځلي فعاليت پيلولو څخه د هرکلي تر څنګ وويل: «د ټولنې فکري او ذهني وده؛ پوهو او ژمنو رسنيو ته اړتيا لري او دا رسنۍ دي چې د واقعيتونو په منعکسولو کې څرګنده ونډه اخلي.»
د هغه په وينا سحر راډيو په هرات کې د ښځو د لومړنۍ راډيو په توګه د نوښتګرو خپرونو په عملي کولو سره کولای شي چې په ټولنه او په ځانګړي توګه ښځو کې د يو لوی تغير سبب شي.
والي زياته کړه چې د هرات سيمه یيزه اداره ژمنه ده؛ تر څو د ښځو د فعاليت د ښه کولو لپاره زيات فرصتونه رامنځته کړي.
د هرات د اطلاعات او فرهنګ رئيس آريا رؤفيان هم د ټولنې د وضعيت په ښه کولو کې د رسنيو رول اغېزمن وګڼلو او ويې ويل، چې سحر راډيو د خپل کار په موده کې په ټولنه کې د ښځو د کاري پراختيا په برخه کې خپل رول سم سرته رسولی دی.
د هرات پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي رئيسه سهيلا عرفاني وويل چې د رسنيو زياتېدل په هرات کې د ورستۍ لسيزې د مهمو لاسته راوړنو څخه دي.
هغې زياته کړه:«په هرات کې د رسنيو د ودې سره سره دا هم ښه ده چې د رسنيو د کاري کيفيت په برخه کې هم جدي پاملرنه وشي.»
سحر راډيو په ۱۳۸۲ کال کې د روزنيزو، تفريحي، فرهنګي او حقوقي خپرونو سره د حميرا حبيب تر مديريت لاندې په کار پيل وکړ.
هرات د بيان د آزادۍ په برخه کې د هېواد يو له مخکښو ولايتونو دی او په تېرو ۱۵ کلونو کې رسنيو د پام وړ پراختيا کړې ده. په اوس وخت کې په هرات کې ۱۵ راډيو ګانې او ۱۰ تلويزيوني شبکې فعاله دي.