هرات کې پر شخصي رسنیو د مالي فشار له امله خبر داری

هرات کې پر شخصي رسنیو د مالي فشار له امله خبر داری

۴ سلواغه ۱۳۹۵

هرات کې د یوشمېر شخصي رسنیو مسوولین وایي، که حکومت له خوا پر رسنیو د مالیې له درکه فشار دوام ولري او حکومت له دوی ملاتړ ونه کړي نو زیات شمېر ازادې رسنۍ به له فعالیت پاتې شي.

هرات ولایت کې د غېرې دولتي راډیو ګانو او تلویزونو نو مسوولینو په یوه غونډه کې اعلان وکړ، چې د دې ولایت خصوصي رسنۍ په کمزوري مالي حالت کې دي او د حکومت لخوا پرې د مالیې ورکړې فشارونو حالات لا ترینګلي کړي دي.

د چکاد تلویزیون مسوول احمد نصر وویل، چې له حکومت غواړو د فریکونسي جواز اړوند جریمې ورته وبخښي، تلویزیون او راډیوګانو ته په ښاري بیه برېښنا حساب کړي او رسنیو ته ځمکې ورکړي چې د کرایې ورکولو ته اړې نه شي.

هرات کې د کلید راډیو مسوول محمد رضا هاشمي وویل چې د ځایي رسنیو مسوولینو خپلې غوښتنې په یو لیک کې ولسمشر ته استولي چې په دې برخه کې اقدام وکړي.

د افغانستان خبریالانو مرکز ولایتي مسوول عبدالقیوم پدرام قاضي زاده په دې را غونډېدنه کې یې ګډون کړی وو وایي، په دې لیک دا یادونه شوې چې ۱۵ ځاي راډیو ګانې او تلویزیونونه د فریکونسي مالیې نه ورکولو له امله د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت له لورې جریمه شوي دي.

د هغه په وینا مخابراتو وزارت دې شمېر رسنیو ته ګواښ کړې چې د مالیې نه ورکولو په صورت کې به یې فعالیت وځنډول شي.

هرات کې د افغانستان خبریالانو مرکز استازي معلوماتو له مخې محلي رسنۍ له درې ډوله مالیو لکه د اطلاعاتو او کلتور وزارت، دآیسا(د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ ادارې) مالیه او د مستوفیت مالیه چې د مالیې وزارت لخوا غوښتل کیږي مخ دي.

قاضي زاده څرګنده کړه چې د رسنیزو اعلانونو کمښت له امله رسنۍ له مالي ستونزو سره مخ شوي دي ،که د حکومت له خوا د مالیې فشارونه همداسې دوام پیدا کړي او له دوي ملاتړ ونه شي نو ډیر شمېر رسنۍ به له فعالیت کولو پاتې شي.

اوس مهال، د ملي راډیو تلویزیون سربېره، 23  راډیو ګانې او 19 تلویزیونونه په هرات ولایت کې نشرات لري.