کورنیوچارو وزارت دې هرات ولایت زندان مدیریت له خوا اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاس رسي مخنیوي پلټنه وکړي.

کورنیوچارو وزارت دې هرات ولایت زندان مدیریت له خوا اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاس رسي مخنیوي پلټنه وکړي.

۱۰ زمری ۱۳۹۶

کابل: د افغانستان خبریالانو مرکز هرات ولایت کې له بند خونې د لسګونه بندیانو ازادېدو مراسیمو ته د خبریالانو نه بلل او د دې ادارې مطبوعاتو مسوول له لورې خبریالانو ته شوی سپکاوی له اندېښنې ډک بولي او کورنیو چارو وزارت نه غواړي چې دې پېښې ته رسیدګي وکړي.

تیره ورځ د ۱۴ مېرمنو په ګډون ۱۴۵ بندیان د ولسمشر بخښنې فرمان څخه برخمن او د هرات مرکزي زندان څخه ازاد شول، چې د زندان مدیریت دې مراسیمو کې خبریالانو ته بلنه نه وه ورکړې.

ځایي خبریالان وایي له څو اړخونو دې مراسیمو کې د خبریالانو ګډون اړین و ځکه څو ورځې مخکې د هرات والي مرکزي بند خونه کې بندیانو سره د ټلیفونونو او مخدره توکه د لاس رسي امله د زندان په مدیریت سختې نېوکې وکړې او خبریالان اړو چې د دې مسایلو په اړه له ازاد شوو بندیانو سره خبرې وکړي.

همدارنګه د دې ادارې د مطبوعاتو مسوول کبیر سیار د خبریالانو دې نیوکې ته په توندو او له سپکاوي ډکې ژبې ځواب ورکړی.

د افغانستان خبریالانو مرکز هرات ولایت زندان مدیریت دا کړنه اطلاعاتوته د لاس رسي برخه کې خنډ بولي او هغه په سختو ټکو غندي.

له خبریالانو او ازادو رسنیو د ملاتړ دا بنسټ کورنیو چارو وزارت څخه غوښتنه کوي چې د قضیې پلټنه وکړي او اجازه دې نه ورکوي په دې ډول چلند سره اطلاعاتو ته د لاس رسي او خبرونې برخه کې د خبریالانو مخه ونیول شي چې د دې ادارې له حالات خبر شي.

او په ورته وخت کې وایي د زندان مطبوعاتي مسوول سپکاوی د پلټنې وړ دی او باید هغې ته رسیدګي وشي.