د ۲۰۲۰ کال د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله جایزه ګټونکو ته ورکړل شوه

۱۳۹۹ لړم ۳۰مه

نیویارک- د خبریالانو د ساتنې نړیوالې کمېټې د ۲۰۲۰ کال د مطبوعاتو نړیواله جایزه د بنګله دېش، ایران، نایجریا، روسیې او د بشرحقونو یو فعال ته ورکړل شوې

دا جایزه هر کال د خبریالانو د ساتنې نړیوالې کمېټې (CPJ) له لورې، خبریالانو، رسنیزو او د بشرحقونو فعالانو ته ډالۍ کېږي، چې د مطبوعاتو د ازادۍ برخه کې فوق العاده لاسته را وړنې ولري.

د بي بي سي راډیو د راپور په اساس؛ د دې جایزې د ورکړې مراسیم د کرونا وایروس د خپرېدو مخنیوي له امله په انلاین بڼه (۱۹ نوامبر) د دې کمېټې په مرکز کې چې د نیویارک په ښار کې دې ترسره شو.

سږکال د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې جایزې ګټونکي:

شهید العلم: د بنګله دېش هیواد پېژندل شوی خبري عکاس چې په ۲۰۱۸ کال کې د دې هیواد محصلانو لاریونونو ته د پوښښ ورکولو پرمهال ونیول شو.

محمد مساعد: خپلواک ایرانی خبریال چې تازه په څلور کاله بند او د مطبوعاتي فعالیتونو په نه ترسره کولو باندې محکوم شو.

داپو اولورونیومي: د نایجریا "پرمیوم ټایمز" ورځپاڼې اداري مدیر، یو له بنسټ اېښودونکواو د مطبوعاتو د ازادۍ تجربه کار فعال.

سوتلانا پروکوپیوا: د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو له خبریالانو څخه چې په یوه راډیو یي خپرونه کې یې د خپلو خبرو « د تروریزم د توجیه» له امله بندۍ شوه.

امل کلوني: د انساني حقونو په برخه کې پېژندل شوی وکیل هم د خبریالانو د ساتنې نړیوالې کمېټې له لورې د ګټونکو په نوملړ کې ورزیات شوی دی.

د خبریالانو د ساتنې کمېټې، د مطبوعاتو د خپلواکۍ جایزه« ګوئن آیفل جایزه» نومیږي. اغلې آیفل لیکواله، ژورنالیسته او په امریکا کې د تلویزیوني خپرونو چلوونکې، څلور کاله دمخه د لاعلاجه ناروغۍ له امله مړه شوه. هغه د امریکا په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۸ کلونو ټاکنو کې د تلویزیوني مناظرو له پرمخ وړونکو څخه وه.