ترکیه کې په يوه ښونیزه دوره «د جګړې خبریالي» کې د افغان خبریالانو ګډون

ترکیه کې په يوه ښونیزه دوره «د جګړې خبریالي» کې د افغان خبریالانو ګډون

۲ لړم ۱۳۹۶

کابل: د «جګړې خبریالي» ښونیزه دوره چې د افغانستان په ګډون د ۱۲ هیوادونو خبریالانو لپاره په ترکیه کې جوړه شوې وه پای ته ورسیدله.

دغه ښونیزه دوره د ترکیې د «تیکا» همکارۍ او هماهنګۍ اژانس، د اناتولي خبریالۍ او د ترکیې پولیسو په مرسته د ترکیې  د اضطراري پېښو په ښونیز مرکز«افاد»کې د میزان له ۱۷ تر ۳۰ (اکتوبر ۹- ۲۲) د انقرې په ښار کې ترسره شول.

د افغانستان خبریالانو مرکز استازي عبدالقیوم پدرام قاضي زاده او په دې برنامه کې نورو ګډون کوونکو خبریالانو وویل چې په دې ښونیزه دوره کې له ۱۲ هیوادونو څخه ۲۵ خبریالانو چې له جملې یې شپږ خبریالان له افغانستان ( ارزو، اریانا، مشعل او ملي تلویزونونو، د ازادئ راډیو او پژواک خبري اژانس) څخه ګډون کړی و.

نوموړي وویل چې  دغه برنامه د مسلکي خبریالانو د ښوونې په موخه د اضطراري حالتونو کې د مربوطه خبرونو د پوښښ لپاره د اضطراري حادثو په ښونیز مرکز کې په ترکیه کې جوړ شوي ول.

0

په اضطراري حالاتو کې د رواني او تکنیکي ښوونې، ضرر لیدونکو سیمو ته د ورتګ څرنګوالی، په غیری عادي شرایطو کې مثلاً په جنګي حوادثو او او طبیعي مواردو کې ځاني خوندیتوب ددغې برنامې له عمده مواردو څخه ول.

00

د افغانستان خبریالانو مرکز  استازي زیاته کړه چې ددغې برنامې ګډون کوونکي کولی شي خپلې ترلاسه کړې تجربې په خپلو کاري سیمو نورو خبریالانو ته ولېږدوي او د خپلو همکارانو د کاري وړتیا په لوړولو کې  په غیری عادي وضعیت کې سهم واخلي.

.