د دوه پاکستاني خبریالانو بې رحمه وژنه

۱۳۹۴ د د لوې ۸ مه

تېره اونۍ نه یوازځې د طلوع تلویزون اووه تنه کارکوونکي د طالبانو په وسیله ووژل شول، بلکې په پاکستان کې هم دوه ورځپاڼه لیکونکي په قتل ورسیدل. دغه قتلونو په رسنیو کې چندان غبرګونونه هم نه درلول.

د « دوحې د ازادو رسنیو خبریالانو مرکز »، د تېرې اونۍ په جریان کې متعصبو اسلامپالو په خېبر پښتونخوا کې دوه ورځپاڼه لیکونکي د څلورو ورځو په موده کې ووژل.

د « خیبر پښتونخوا» ایالت چې وړاندې له دې د شمال لویدیځ سرحدي ایالت په نوم یادیده د پاکستان یو ایالت دی. د دغه ایالت مرکز د پېښور ښار دی او اوسیدونکي یې هم زیاتره پښتانه دي.

د هغه اعلاميې په اساس چې د پاکستان د ورځپاڼه لیکونکو فدرال اتحادیې خپره کړې ده، د ۲۰۱۶ جنوري ۱۹، محبوب شاه افریدی د «تاج» تلویزون لېږونکی په قصدي ډول باندې د «جمرود» په ایستادګاه کې د نامعلومه وسله والو له لوري په ډزو ووژل شو. همدارنګه د جنوري په ۱۶ د محمد عمر په نوم یو بل ورځپاڼه لیکونکی په «ډیره اسماعیل خان» کې ووژل شو.

افریدی د «خیبر» ورځپاڼه لیکونکو د اتحادیې رئیس او وړاندې له دې د  «قبایل» ورځپاڼه لیکونکو منشي و.

د سیمه ایزو رسنیو د فدرالي اتحادیې رئیس احسان احمد سحار د دغه وژنو په غندلو سره له مرکزي دولت او ایالتي دولتونو وغوښتل چې ددغه ډول جنایاتو د نه مجازات ختمولو لپاره باید لازم اقدامات وکړي او د ورځپاڼه لیکونکو امنیت تأمین کړي.

د پاکستان د ورځپاڼه لیکونکو فدرال اتحادیه د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره اعلان وکړ چې: « د سرحدي سیمو په ګډون چې د ستونزو او شورشونو سره مل دي په ګډون د رسنیو استازي ډېر بد کلونه تجربه کوي. د اندیښنې وړ ده چې چې ورځپاڼه لیکونکي وژل کېږي او هیڅوک یې مسؤلیت په غاړه نه اخلي.»

انتوني بلانجر د اروپا او د نړۍ د ورځپاڼه لیکونکو فدراسیون منشي د محبوب شاه افریدي او محمد عمر د قتل په غندلو سره وویل چې:« دغه ډول قتلونه د خطرناکو حالتونو ښودونکي دي چې د پاکستان ورځپاڼه لیکونکي چې غواړي وکولی شي د دغې سیمې د خلکو ننګونې راپور کړي ورسره مخ دي.»

هغه د پاکستان له دولت او ایالتي مقاماتو وغوښتل چې بې له ځنډه دې په سیمه کې د رسنیو امنیت د تأمین او د ورځپاڼه لیکونکو د انديښنو د ختمولو لپاره اقدام وکړي.»

له پاکستان نه تېښته

پاکستاني ورځپاڼه لیکونکي د طالبانو د تهدیدونو له امله هیواد پرېښودو ته اړ کېږي.

د «شوبیشه تسایتونگ» الماني ژبې ورځپاڼې د ۲۰۱۶ جنوري په ۲۴ راپور ورکړی دی چې کامران خان یو پاکستانی ورځپاڼه لیکونکی له هېواد نه تښتیدلی دی او اوس د المان «زیگما رینگن» ښار کې اوسیږي.

د دغه راپور په اساس ۲۰۱۴د اګست په دریمه، د پاکستان طالبانو یو قومندان په خپلې ټلیفوني اړیکه کې له هغه غوښتي دي چې د «اکسپرس ټریبیون» ورځپاڼه کې کار پریږدي کنه وبه یې وژني. ده تر دې دمه لس کاله کېدل چې له دې ورځپاڼې سره یې کار کولو او په دې دلیل چې د «مردان» په سرحدي سیمه کې یې د طالبانو بې رحمه کړنو راپور نشر کړی و، هغه یې د هیواد پرېښودو ته اړ کړ، تهدیدونکي خطونه یې هم ورلېږلي و.  کامران خان خپله کورنۍ او پولیس له دغه تهدیداتو څخه خبر کړي و.

نوموړی چې خپل تحصیلات یې د ورځپاڼه لیکنې او اړیکو په برخه کې د پېښور په پوهنتون کې سرته رسولي دي، وايي چې پولیس چې د ورځپاڼه لیکونکو د ساتنې مسؤلیت نشي اخیستلی هغه يې کورنۍ ته وسپاره، خو کله چې فشار او ګواښونه زیات شول، مجبور شو هر څه پریږدي او له هیواده بهر لاړ شي.

د ژرندې د دوه پلونو په منځ کې

پاکستاني ورځپاڼه لیکونکي په سختو شرایطو کې کار کوي. د اسلامپالو او وسله والو له لوري تښتونه او ګواښ او همدارنګه د امنیتي او نظامي ځواکونو د تهدید سره مخ دي.

د نیویارک ټایمز د راپور په اساس، د ۲۰۱۶ د جنوري په ۱۲ د نظامیانو ډله چې د رنجرو نوم  لري. له اجازې پرته له پاکستان څخه د نیویارک ټایمز راپور ورکوونکي سلمان مسعود کور ته ننوتي او د نوموړي وسایل یې پلټلي دي او ورته یې ویلي چې د پلټلو حکم ته اړتیا نشته. د پولیسو دغه اقدام د نړیوالو غبرګونونو لامل شوی دی، تر دې چې د پاکستان وزیر نثار علي خان په دې اړه د څېړنو حکم ورکړ.

د  «دی پرسه» اتريشي ورځپاڼې، ددې خبر په رابطه لیکلي دي چې له سلمان مسعود سره د پولیسو دغه ناوړه وضعه تازه پېښه نده، دوه کاله مخکې د سلمان مسعود همکاران چې هغه هم د نیویارک ټایمز راپور ورکوونکي دي د « نامطلوبو فعالیتونو» په بهانه له هیواده وویستل شول.

د دغه راپور په ادامه کې د « سرحد پرته خبریالانو» په حواله راغلي دي چې نیوکه کوونکي ورځپاڼه لیکونکي په پاکستان کې په قصدي ډول د امنیتي ځواکونو، امنیتي سازمانونو، او جنګي ډلو د تهدید، بدرفتاري سره مخ دي.

د ۲۰۱۵ د سپتمبر په ۹ د «آفتاب عالم» په نوم ورځپاڼه لیکونکی چې مدرسې ته یې خپل بچیان لېږدول په ډزو سره ووژل شو. هغه د «جیو ټي وي» (Geo TV) شبکې سره همکار و، ارشد علي جعفري د هغه همکار هم