محمد قوچانی د ايران دولت ته په خطاب: مطبوعات مه نابودوﺉ او په کوچنۍ نيوکې او تېروتنې له مونږ څخه زمونږ مينه او کار مه اخلﺉ

محمد قوچانی د ايران دولت ته په خطاب: مطبوعات مه نابودوﺉ او په کوچنۍ نيوکې او تېروتنې له مونږ څخه زمونږ مينه او کار مه اخلﺉ

۲۷ سرطان ۱۳۹۳

 د ايران د رسنيو مديرانو د دغه هيواد له ولسمشر حسن روحاني سره د کتنې پرمهال دحکومتي او غير دولتي رسنيو تر منځ د رامنځته شويو ستونزو او تبعيض ته اشاره وشوه، د مهرنامې کتنپلاوي محمد قوچاني وويل په ايران کې د ورځپاڼو ليکونکو محاکمه د سياسي اغراضو په سبب ترسره کېږي.

په دغه ليدنه کې چې تېره شپه ترسره شوه، د رسنيو کارکوونکي په اهل قلم باندې د تهديدونو او فشارونو د لرې کولو غوښتونکي شول.

په ياده ليدنه کې پنځو تنو ورځپاڼه ليکونکو خپلې ستونزې او نظريات روحاني ته ورسول، په دغه مراسمو کې يو شمېر داخلي خبريالانو، ورځپاڼه ليکونکو او د داخلي راډيويي او تلويزوني شبکو مديرانو او ځينو دولتي او د رسنيو شخصيتونو ګډون درلود.

د دولت له ناترسره کارونو مننه

محمد علي وکيلي د غير دولتي ورځپاڼو د بنسټ کتنپلاوي وويل « زه په دې ځای کې غواړم چې د دولت له ناترسره کړيو کارونو څخه مننه وکړم. له خپل او رسنيو له اړخه له تاسو مننه کوم چې د تېر يو کال په اوږدو کې د ايران اسلامي جمهوري دولت له شان سره سمه کړنه مو کړې او تر اوسه ستاسو له اړخه د قانون ماتونې شاهدين نه يو او يا ورسره ډېر کم مخ شوي يو.»

وکيلي چې د ابتکار ورځپاڼې کتونکې دنده په غاړه لري له يو طرفه د خصوصي رسنيو او له بل اړخه د دولتي، او حاکيمتي رسنيو تر منځ د تعادل په نشتون نيوکه وکړه.

وکيلي په ځينو ورځپاڼو او رسنيو باندې د امنيتي ضريب څخه شکايت وکړ او هغه يې په رسنيزه فضا کې د خوښۍ د کموالي علت وګاڼه.

قوچاني: خبرې د قلم په ژبه کوو، نه د قدرت

د روژه ماتي په دغو مراسمو کې محمد قوچاني د مهرنامې کتونکی روحاني ته په خطاب کې وويل: « مونږ د قلم په ژبه غږيږو، نه د قدرت که څه هم د اهل قدرت ژبه ښه پېژنو.»

هغه مطبوعاتو باندې فشار ته په اشارې تاکيد وکړ چې په ايران کې د قدرت خاوندان تهمت وايي او هغوی تهديدوي.

قوچاني له هغه ليکوالو چې د قدرت په خدمت کې دي وويل: « هغوی چې کلونه يې ددغه انقلاب زامن په کوچنيو بهانو او تېروتنو د انقلاب ضد وګڼل او د بيت المال له پيسو سره نشي کولی ورځپاڼه ليکنه وکړي، هغوی چې د خپل مال او ځان په بدل کې ورځپاڼه ليکي له ځانه پردي ګڼي. هغوی چې انقلابي مناسبتونه حذف او يا دغه او هغه ګڼي او د انقلاب وحدت بښونکې ورځې له ياده باسي، هغوی دي چې کار يې د پیسو لپاره د افتخاراتو حذف او د مذهب تکفير دی.»

ليدل کېږي چې د مهرنامې کتونکی د ايران مشهورې رسنۍ ”کيهان“ او”ايران“ په نظر کې لري چې په تېرو کلونو کې يې له دولتي امکاناتو څخه زياته ګټه اخيستې، مګر نيوکې يې اصلاح غوښتونکو سياستمدارانو او د نظام منتقيدينو ته متوجه و.

قوچاني تاکيد وکړ چې ورځپاڼه ليکونکي ” کافر“ ندي او خپل همکاران يې د انقلاب کم توقع لرونکي او کم خرچه زامن وګڼل. هغه زياته کړه: « مطبوعات مه نابودوﺉ، مونږ ورځپاڼه ليکونکي يو او په دغه کار مينه خپرو او هغه له هيڅ مقام سره نه بدلوو، مګر کاري ثبات زمونږ حق دی او په کوچنيو تېروتنو، نيوکو له مونږ څخه د مينې او کار حق مه اخلئ.»

هغه د ورځپاڼه ليکونکو او قدرت خاوندانو تر منځ د تېروتنو مقايسې ته په کتو وويل: « ولې په يوه کوچنۍ تېروتنه يوه رسنۍ يا مدني بنسټ مجازات يعنې نابود شي. ايا د ورځپاڼه ليکونکو ګناه د يو چارواکي، ناعادله قاضي يا بل... څخه چې له عمومي اموالو، ټولنيز عدالت يا ملي باور سره خيانت کوي ډېره ده؟»

هغه زياته کړه چې ددغو افرادو تورونولو ته رسيدګي ” دولتي يا عدلي بنسټونه يا هم وسله وال ځواکونه“ منحل او تعطيل کېږي نه. د مهرنامې کتونکې د ورځپاڼه ليکونکو لپاره د سنګينو احکامو صادرول له سياسي اغراضو څخه ګڼي.

قوچاني د احمدي نژاد دورې ته په کتو وويل چې د قلم اهل په دغوسختو کلونو کې په يو مدعي العموم ټيلفون ، له کاره ګوښه کېږي او په کور کېناستلو مجبوريږي.

روحاني: اوسنۍ نړۍ د نوښت او تکثر نړۍ ده

حسن روحاني له ورځپاڼه ليکونکو او د رسنيو له کارکوونکو وغوښتل چې له دولته خپل ملاتړ قطع نکړي. ولسمشر په هيواد کې اقتصادي او سياسي ستونزو ته په کتو وويل: « خلک د ټولنيزو ستونزو حل، وحدت او يووالی غواړي، نه پريدو چې مونږ له يو بل څخه بېل کړي، مونږ ورونه يو.»

روحاني له ورځپاڼه ليکونکو وغوښتل ” ملي وحدت“ چې د سياسي اقتدار اساس دی هېر نکړي، هغه زياته کړه: « يو بل بايد وزغمو، مونږ ټول په دغه انقلاب، نظام، هيواد اوپه دغه ايراني اسلامي کلتور وياړو؛ مختلفې سليقې بايد ومنو، اوسنۍ نړۍ يو لاسې نړۍ نده، د نوښت او تکثر نړۍ ده.»

ولسمشر د رسنيو اهل ته په خطاب کې وويل چې دولت د هغوی له جوړونکي او زړه سوزونکي نقد څخه ملاتړ کوي.

روحاني د مطبوعاتو د ازاد فعاليت په اساس د ټاکنو د ژمنو خلاف، همدارنګه د قضايه قوې او مربوطه سرچينې د ورځپاڼو او خبريالانو په کارونو کې لاسوهنه کوي. دویچوله