مستند « مونږ ورځپاڼه ليکونکي يو» په ايران کې له شوره ډک د ورځپاڼه ليکنې لس کلن روايت

 ۲۸ ثور ۱۳۹۳

له زندان څخه د خلاصېدو وروسته احمد جلالي فراهاني تصميم ونيو چې د ورځپاڼه ليکنې کار پرېږدي او فلم جوړولو ته مخه کړي، په دې کار سره ټول امنيتي مامورين د طريقو له اړخه تهديد او ويروي.

دغه ٩٠ دقيقه يي فلم « مونږ ورځپاڼه ليکونکي يو» احمد جلال فراهاني چې له نهو کلونو راهيسې په جوړيدو کار کاوه، ټاکل شوې سږ کال د مني په موسم کې د کپنهاګ د مستندو فلمونو لمانځنې مراسمو کې لومړي ځل لپاره نندارې ته وړاندې شي.

دغه فلم هغو پېښو ته کتنه کوي چې په وروستيو کلونو کې د ايران په ورځپاڼه ليکونکو تېر شوي او ددغه فلم کارکوونکي د ياد فلم د جوړيدو لپاره د ايران له ١٥٠ زياتو ورځپاڼه ليکونکو سره مرکې کړي دي.

دغه مستند فلم « مونږ ورځپاڼه ليکونکي يو»  له سياسي پېښو او اتفاقونو سره همهاله، د سختو ورځو وروسته د يو ډنمارکي فلم جوړونکي شرکت په مرسته چې ډنمارک لومړي تلويزون هم ورسره و د جوړيدو وروستي مراحل يې ترسره کېږي.

احمد جلالي فراهاني چې ٣٨ کاله عمر لري او له کوچنیوالي څخه د تلويزون او تياتر فضا ته داخل شوی دی، په ١٧ کلنۍ کې يې د فیلمبردارۍ او جوړولو تجربه ترلاسه کړې ده.

هغه د ايراني ورځپاڼو په باره کې د خبر جوړولو په خاطر د مهاجرت تر وخته په ورځپاڼه ليکلو کې مصروف شو.

لومړی کار يې د ایران ورځپاڼه کې د راپور جوړونکي په حیث چې د ايران اسلامي جمهوريت او د ایران رسنیو پورې تړلې ده پېل شو.

دی هغه وخت چې دولتي رسنۍ د خاتمي  اصلاح غوښتونکو کابینې په وخت کې د اصلاحاتو طرفدارې وې، د احمد نژاد د حکومت په راتلو سره د همشهري ورځپاڼې، د تهران امروز ورځپاڼې، او د مهر خبري شبکې د منشي په حیث خپل رسنیز فعالیت ته ادامه ورکړه.

جلالي فراهاني په ١٣٨٩ کال کې د ”سوفار“ مستند فلم په جوړولو سره د کپنهاګ د فلمونو نندارتون ته وبلل شو او له هماغه وخته تر دې دمه په ډنمارک کې اوسيږي او اوس په مستنده سینیمايي برخه کې د جوړونکي او کارکونکي په حیث کار ته ادامه ورکوي.

له خاتمي تر احمدي نژاده

ددغه فلم د جوړولو کار د سيدمحمد خاتمي د دولت له وروستيو ورځو پېل شو، هغه ورځې د خبريالانو تر منځ ويره او تشويشونه موجود ول او هیچا د خبرو کولو جرت نه درلود، دا تشویشونه ددې لپاره ول چې څوک به د ایران ولسمشر شي او دولت به د چا لاسته وغورځي؟

مستند ” مونږ ورځپاڼه ليکونکي يو“

١٣٨٤کال د جوزا میاشت وه، احمد جلالي فراهاني ليدل چې ورځپاڼه ليکونکي د اصلاع غوښتونکو له ناتوانۍ څخه له یو بل سره د ایتلاف لپاره وحشت ته غورځيدلي وو.

هغه وخت چې هيچا هم محمود احمدي نژاد جدي په نظر کۍ نه نيولو او ټول په دې خبره متفق و چې هاشمي رفسنجاني به د ایران راتلونکی ولسمشر وي.

مګر یو ناڅاپه احمدي نژاد پیداشو او انتخاباتو ته يوه ورځ پاتې وه چې هر څه تغیر شول.

نوموړي له شرق فارسي سره د خبرو پر مهال ددغه فلم په اړه د فکر راپيدا کېدو په باره کې وويل:« د ١٣٨٤کال تېرې میاشتې (سرطان) دریمه شپه وه چې تصمیم مې ونيو د ايراني ورځپاڼه ليکونکو په اړه فلم جوړ کړم، داسې ښکاريده چې له مخکې راته خبر شوی وو، يو طوفان پر لاره دی.

که څه هم احمد جلالي فراهاني او ډيری ايراني ورځپاڼه لیکونکو دا تصور نه کولو چې چې دغه طوفان به ددوی ژوند او سرنوشت هم بدل کړي، مګر یو مبهم حس، يو پټ ډار دې ته وادار کړو چې دا ځل د بلې هرې سوژې پرځای د خپلو همکارانو په اړه فکر وکړي.

هغه وايي دغه تصمیم يې هغه وخت ورته جدي شو چې د نوي دولت په راتلو سره د ایران ورځپاڼو کې ډیری همکاران او ملګرو يې کار پرېښود.

په ایران کې د کاريکاتور له نشریدلو سره په دې بهانه چې دغه کاریکاتور د آذري ژبې ته توهين کړی دی د ترکیستانو اعتراضونه راپورته شول. دا کار د ایران وزیر صفار هرندي لپاره يوه بهانه وګرځېدله چې له نوموړي راپورته شوي جنجال څخه د مدیرانو د پاک سازۍ لپاره کار واخلي، چې زیاتره يې د اسفندیار رحیم نږدې ملګري و.

د ایراني ورځپاڼو هغه مدیران چې یادې ورځپاڼې يې د ایران اسلامي جمهوري دولت پورې تړلې کڼلی، نه په ارشاد پورې، هم لرې شول.

د سوسک بحران

د ایران د رسمي ورځپاڼو توقیف چې د سوسک په بحران مشهور دی، د احمدجلال فراهاني لپاره کوم ساده اتفاق نه و، هغه د خپلو لسګونه همکارانو د بې روزګاره کېدو او د مهرداد قاسمي فر د ایران د جمعه او مانانیستاني ورځپاڼو منشي د زنداني کیدو شاهد و، د لومړي ځل لپاره يې یو ویبلاګ د تحریریه خاموش په نوم په لاره واچولو چې په هغه کې يې د هغې رویې په اړه چې په ایران کې يې له ملګرو سره کیدلې ليکل کول.

هغه همهاله د یو زیرزمینی په نوم يو فلم جوړ کړ چې پکې يې هغه پېښې وڅېړلې کومې چې په هغه کلونو او ورځو کې د ایراني ورځپاڼه لیکونکو په سر تیریدلې.

خپله وايي: « ډېرې سختې ورځې وې. یاد مې دي چې د کمرې او د فلم جوړولو د وسایلو د اخستلو لپاره مسافري وکړم، ډیری وخت به خلکو له دې ویرې چې کوم مامور ونه اوسم، دا جرءت نه کولو چې د کمرې مخې ته خبرې وکړي.»

دغه خبرې يې د فلم په یوه برخه کې په ښکاره ډول کړي، بل ځای یو ورځپاڼه لیکونکی په کنايې سره وايي : « سبا ښايي ټول د اطلاعاتو او کلتور وزارت میلمانه و اوسو».

په دې سره فراهاني پرته له دې چې له چاسره په دې اړه خبرې وکړي د هغه ورځو له پېښو د فلمبرداري په کولو شروع وکړه، د زیرزمینی مصاحبو کې چې زیاتره يې د وزګاره شویو ورځپاڼه لیکونکو چې د احمدي نژاد د دولت په لومړيو کې بیکاره شوي و او یا یې هغه انځورونه چې د ورځپاڼو د توقیف په اړه اخیستي و په ډیر بیساري ډول را اخیستي و چې په لومړي قدم کې خپله هم نه پوهیده څه پرې وکړي؟

په دې اړه وايي: « دومره مصاحبې او تصویرونه مې درلودل چې نه پوهیدم څه پرې وکړم!؟تر دې چې د ټاکنو په لومړیو کې (۱۳۸۷) د اسد میاشت کې ونیول شوم».

چې د ملګرو په مرسته توانیږي را خوشې او معاف شي خو تعهد ترې اخستل کېږي چې نور به فلم جوړولو ته ادامه نه ورکوي.

١٣٨٨ له ټاکنو وروسته

د ١٣٨٨ کال ټاکنو پيښه د هغه او زیاتره ملګرو سرنوشت ته تغیر ورکوي، نوموړی چې په یاد کال کې د مهر خبري اژانس د ټولنیز سرویس منشي و، له خپل ناوړه کاري چاپیريال نه د تيښتې لپاره يې چې د لسم دور ټاکنو وروسته يې ورسره ډيری ملګري مخ و، تصمیم ونیو چې په پراګ کې د فردا راډیو کې د کار لپاره کوښښ وکړي، چې وه يې نشو کولی او او له دبۍ نه د بیرته راتک په وخت کې د امام خمیني په هوايي ډګر کې ونیول شو.

نوموړی د خپلې دغې تجربې په اړه هم وايي: « هم مې پیاز وخوړل او هم لرګي، هم د فردا راډيو کې د ازموینې په خاطر زنداني شوم او هم له ایران نه تر وتلو وروسته، څوک پیدا نشول چې وپوښتي حالت څنګه دی؟».

د امام خمیني په ډګر کې له نیولو يوه ورځ وروسته د د شپنیو اطلاعاتو وزارت مامورین د هغه کور ته ورځي او په دې بهانه چې د فردا راډیو لپاره يې په ازموینه کې ګډون کړی دی هغه نیسي، مګر دا ځل د کار بیخ پيدا کوي او د هغه فلمونو موضوع چې نوموړي تر ۱۳۸۷ کال پورې په پټ ډول جوړ کړي و رامنځته کېږي.

احمد جلالي فراهاني په دې اړه وايي: « ددې لپاره چې ټول فلمونه د اطلاعاتو مامورینو ته په لس ورنشي ځينې مې وسوزول او ځينې مې اخوا دیخوا پټ کړل، اصلي ستونزه دلته وه چې له هیچا سره مې په دې اړه خبرې نشوی کولی، حتی میرمن مې هم له دې ماجرا نه بې خبره وه».

دغه ورځپاڼه لیکونکی زیاتوي چې: « کله چې مجبور شوم یو شمر فلمونه وسوزوم، د ژوند تر ټولو ترخه شېبه مې وه، فکر وکړﺉ له زرګونو بدبختیو سره چې د بې کارۍ ورځې دي، د کمرې د اجاره کولو لپاره مسافري وکړې او وروسته مجبور شې ددې لپاره چې له ځانه پرته بل چاته ضرر ونه رسیږي، هغه فلمونه وسوزوې چې له ځانه درته ګران دي.»

له زندان نه تر خلاصیدو وروسته احمدجلالي فراهاني تصمیم ونیو چې د ورځپاڼه لیکلو کار پريږدي او د مستندو فلمونو جوړولو ته مخه کړي، چې په دې سره ټولو امنیتي مامورينو دی تهدید او ویرولو.

خپله په دې اړه وايي: « په سیند کې مې د نهګانو د پالنې مستند جوړولو، ښه فلم و خو که يې پرېښی وای، مګر هره ورځيې په يو ډول ازارولم، يو ځل يې رانه کمره او تجهیزات پټ کړل، بل ځل يې رانه پيسې واخیستې، بل ځل یې راته شیان مات کړل. جالبه خو دا وه کله چې مې ورته شکایت وکړ ویل به يې چې دا زمونږ کار ندی.»

د یوې ترخې پيښې خوشحاله پایله

له ایران نه تر وتلو او په ډنمارک کې تر اوسیدو وروسته هغه ټول وخت د دنمارکي او انګلیسي ژبې په یادلو تیر کړ او له نېکه بخته د دنمارک په يو فلم جوړونکي شرکت کې يې د ګرافیست او تدوینونکي په حیث په کار پیل وکړ او په همدې وخت کې يې تصمیم ونیو چې د ډنمارک په کمپونو کې د پناه غوښتونکو په اړه فلم جوړ کړي، چې  “مهدي رستم‌ پور” د ایراني ورزشي ورځپاڼې خبریال چې په دې ورځو کې د ډنمار د ښځينه غیږه نیونکو روزنکی هم دی نوموړي ته توصيه کوي چې د پناه غوښتونکو د فلم جوړولو پر ځای دې هغه فلم چې کلونه وړاندې يې په ایران کې د ایراني ورځپاڼه لیکونکو په اړه شروع کړی و سرته ورسوي.

دده د زندان د ملګري دغه توصیه ددې سبب شوه چې له خپلو ډنمارکي ملګرو سره ددغه فلم په جوړولو مشغول شي چې د ایراني ورځپاڼه ليکونکو په اړه و.

دغه فلم د احمدي نژاد د دولت ٨ کلونو په لړ کې د ورځپاڼو د شفاهي تاریخ په ډول شمېرل کیده. د بي بي سي فارسي برخې خبریال “صادق صبا” نیولې تر “ماشاالله شمس الواعظین” او “احمد زیدآبادي” پورې زیاتره خبریالان او ورځپاڼه لیکونکي په دغه فلم کې حضور لري.

فراهاني ددغه فلم په اړه داسې قضاوت کوي: « د ”مونږ ورځپاڼه لیکونکي یو“ فلم د یو تاريخي روایت لپاره منصفانه کوښښ دی. د ایراني ورځپاڼه لیکونکو د لسګونه کلونو ٩ کلن تاريخ.

 ماهرخ غلامحسین پور، شرق پارسی