په المان کې د ټولنیزو مهاجرو د ادغام په خاطر د افغاني انځور اخستونکو د نندارتون پراخوالی

۲۰ سنبله ۱۳۹۵

فرانکفورت: د " له بل سره، د مهاجرو غږ کېږو" تر نامه لاندې د پنځه افغان انځور اخستونکو یو اونیز نندارتون په المان کې د مهاجرو د ټولنیز ادغام او کلتوري تبادلې په خاطر د فرانکفورت په ښار کې ترسره شول.

په دغه نندارتون کې د درې المان میشتي افغان انځور اخستونکو او د دوه افغان میشتی خبري انځور اخستونکو ۱۳۰ انځورونه نندارې ته ایښودل شوی و چې له تاوتریخوالی او جګړې څخه ور ها خوا، يواځې د افغانستان ورځنی ژوند، طبعیت او څو کلتورونه پکې ښودل شوي و.

ددغې برنامې يو هماهنګ کوونکی رضا محمد شير محمدي د افغانستان خبریالانو مرکز ته وویل چې دغه نندارتون د سنبلې په ۱۸ د هوزننشتم د ښاریانو او زیات شمېر محلي مسولینو او مهاجرو په ګډون د فرانکفورت په ښار کې افتتاح شو او تر ۲۵ د سنبلې ادامه لري، د هغه په وینا ددغه نندارتون لیدنه د ټولو لپاره ممکنه او وړیا ده.

 شیر محمدی زیاته کړه چې په دغه نندارتون کې د نوموړي، کامران شفایي او رامین محبت انځورونه چې په آلمان کې ژوند کوي او د ادا اکبر او عارف کریمي دوه انځورونه چې په کابل او هرات کې ژوند کوي نندارې ته وړاندې شوی دي.

له دغو انځورونو ځینې د یوې افغانې انجنیرې میرمنې پورې مربوط دی چې له خپل ځوی سره المان ته رسیدلې ده، دغه انځورونه چې د مهاجرت په دوران کې ددغې کورنۍ او حالت څخه یې په موبایل باندې اخستل شوی دي.

د شیرمحمدي په وینا ددغه نندارتون يوه موخه چې په المان کې د "کلتور اونۍ" په چهارچوب کې د المان په ښار کې جوړ شوی دی، دا ده چې په افغانستان کې د انځور اخیستونکو، راپور جوړونکو او په مجموع کې د رسنیو د کارکوونکو وضعیت بیان کړي.

يوازې په وروستیو کلونو کې زیات شمېر افغان انځور اخیستونکي او خبریالان په دغه هیواد ک  د روانو تاوتریخوالو قرباني شوي دي. په وروستیو کې يو مشهور افغان انځور اخستونکی ذبیح الله تمنا او د امریکا د"ان پی آر" راډیو همکار ډیویډ کیگلی په هلمند کې د ترهګرو په حمله کې ووژل شول.

تېره میاشت د اسوشیتدپرس خبري اژانس انځور اخستونکی او د افغانستان پولیتزر جایزې لومړنی اخستونکی مسعود حسیني د امریکا پوهنتون باندې له ترهګریز برید څخه روغ ووت، آلمانی آنیا نیدرینگهاس هم د خبریالانو یوه بله نمونه ده چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي قربانی شوي دي.

په وروستیو کلونو کې زیات شمېر افغان حبریالان مجبور شوي چې هیواد پرېږدي، هغوی وايي د وسله والو مخالفینو تر څنګ تروریستي ډلو او د رسنیو د سانسور په برخه کې د دولت کوښښونه، ځايی زورواکي هم د هغوی په وړاندې جدي تهدیداتو څخه شمېرل کېږي.

د "یو بل منلو" لپاره نندارتون

اروپا ته مهاجرت له بحران او د کلتور د بې تجربې اصطکاک څخه وروسته، په خارجي هیوادونو او په تېره المان کې ويره او شخړې زیاتې شوي دي او زیاتې ډلې د رای اخستلو لپاره له پوپولیستي تکتیکونو څخه ګټه اخلي.

د المان لومړۍ وزیرې مهاجرو ته د پنا ورکونې له سیاست څخه ملاتړ کړی دی او په تېر کال کې کې یې د یو میلون مهاجرو په ادغام تاکید کړی دی.

په المان کې کلتوري اونۍ  د دغه نندارتون تر څنګه د نورو برنامو انځورونو له جملې یې موسیقي، کتاب ویلو، ازاد بحثونه او د هیوادونو محلي غذاوو انځورونه هم شامل دي.

ټاکل شوې نن ورځ مشهور المانی لیکوال پیتر هارتلینگن چې د ماشومانو زیات کتابونه یې نشر کړي، د خپل تازه چاپ شوي کتاب " د کډوال ماشوم لاره" په اړه یې خبرې وکړي او د هغه ځینې برخې یې ولوستې هغه چې خپله د ماشومتوب پر وخت مهاجر و د مهاجرت او د هغوی د وضعیت په دلیل ښایي زیات خرڅ شي.

همدارنګه افغان تابعیته الماني لیکواله نادیه قانع د خپل کتاب " زه یو افغان الاصله المانۍ یم" په باره کې خبرې وکړې او د کتاب ځینې برخې یې ولوستې.

ددغې میرمنې د خبرو تر څنګ "سوسیال دموکرات" ګوند څخه د فرانکفورت نه ډاکټر انته راین او د هوزنشتم ښار اوسیدونکی هالیل اوزتاس چې مخکې خپله مهجر ول په المان کې د پناه غوښتونکو د ادغام د زمینو په اړه  او د دغه بهیر په وړاندې د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې.

دغه نندارتون د "يو بل سره باید د مهاجرو غږ شو" ټولنې له لورې د افغان انځور اخستونکو د کلب په همکارۍ ترسره شوی و، دغه ټولنه له یو شمېر الماني او مهاجرو خبریالانو څخه جوړه شوې ده او خپله میاشتنۍ هم په انګلیسي، آلماني، فارسي او عربي ژبو چاپوي.

د مهاجرو کتلور ته احترام او د کلتوري فشار څخه ځان ساتنه

رضا شیرمحمدي چې په افغانستان کې د خپل خبري مسلک له کار وروسته المان ته مهاجر شوی دی، وایي چې کلتوري ادغام باید د مهاجرو کلتوري اندېښنو ته په کتو صورت ونیسي.

هغه د افغانستان خبریالانو مرکز ته وويل:" ټولنیز ادغام يو طرفه لاره نده، آلمانيان که غواړي مهاجر په المان کې په ښه ډول ادغام شي او د خپل او د هیواد د راتلونکي لپار ګټور ثابت شي، باید په لومړیو کې مهاجر په هماغه ډول چې څنګه دي ومني، د هغوی کلتور ته درناوی وشي او له هغوی سره کلتوري تبادله ولري، نه کلتوري فشار چې په پایله کې به برعکس د مهاجرو انزوا ولري."

د هغه په وینا د دغه نندارتون جوړونکو غوښتي دي چې د دغې برنامې په لاره اچولو څخه یې موخه دا ده چې په افغانستان کې د جګړې تر څنګ طبعي، کلتوري او ټولنیزې ښکلاوې، لیدونکو ته وښېي.